99 : 1
إِذَا زُلْزِلَتِ ٱلْأَرْضُ زِلْزَالَهَا
کله چې ځمکه په خپلو سختو خوځولو وخوځوله شي.
99 : 2
وَأَخْرَجَتِ ٱلْأَرْضُ أَثْقَالَهَا
او ځمکه خپل درانه پيټي را وباسي.
99 : 3
وَقَالَ ٱلْإِنسَـٰنُ مَا لَهَا
او انسان ووايي چې پر دې څه شوي دي.
99 : 4
يَوْمَئِذٍ تُحَدِّثُ أَخْبَارَهَا
همغه ورځ به هغه خپل خبرونه بيانوي.
99 : 5
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوْحَىٰ لَهَا
ځکه چې ستا پالونکي هغې ته امر کړی دی.
99 : 6
يَوْمَئِذٍ يَصْدُرُ ٱلنَّاسُ أَشْتَاتًا لِّيُرَوْا۟ أَعْمَـٰلَهُمْ
په هغه ورځ به خلک ډلې ډلې ورګرځي ترڅو يې خپل عملونه ور وښودل شي.
99 : 7
فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُۥ
نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني.
99 : 8
وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُۥ
او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړی وي هغه به وويني.