97 : 1
إِنَّآ أَنزَلْنَـٰهُ فِى لَيْلَةِ ٱلْقَدْرِ
بېشکه موږ هغه (قرآن) د قدر په شپه نازل کړی دی.
97 : 2
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا لَيْلَةُ ٱلْقَدْرِ
او ته څه پوه يې چې د قدر شپه څه ده.
97 : 3
لَيْلَةُ ٱلْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ
د قدر شپه له زرو مياشتو غوره ده.
97 : 4
تَنَزَّلُ ٱلْمَلَـٰٓئِكَةُ وَٱلرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ
په هغې کې پرېښتې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر (ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي.
97 : 5
سَلَـٰمٌ هِىَ حَتَّىٰ مَطْلَعِ ٱلْفَجْرِ
هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې.