96 : 1
ٱقْرَأْ بِٱسْمِ رَبِّكَ ٱلَّذِى خَلَقَ
ولوله د خپل هغه پالونکي پر نوم چې پيدا يې کړ.
96 : 2
خَلَقَ ٱلْإِنسَـٰنَ مِنْ عَلَقٍ
انسان يې د وينې له ټوټې پيداکړ.
96 : 3
ٱقْرَأْ وَرَبُّكَ ٱلْأَكْرَمُ
ولوله! او ستا پالونکی ډېر مهربانه دی.
96 : 4
ٱلَّذِى عَلَّمَ بِٱلْقَلَمِ
هغه چې پر قلم يې ښوونه ورکړه.
96 : 5
عَلَّمَ ٱلْإِنسَـٰنَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
انسان يې پر هغه څه پوه کړ چې نه پرې پوهېدلو.
96 : 6
كَلَّآ إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لَيَطْغَىٰٓ
نه داسې نه ده، انسان هرومرو سرکښي کوي.
96 : 7
أَن رَّءَاهُ ٱسْتَغْنَىٰٓ
کله چې ځان مالدار وویني.
96 : 8
إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجْعَىٰٓ
بېشکه ستا د پالونکي لوري ته ورګرځېدل دي.
96 : 9
أَرَءَيْتَ ٱلَّذِى يَنْهَىٰ
آيا هغه څوک دې ليدلی چې ايساروي.
96 : 10
عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰٓ
بنده لره کله لمونځ کوي.
96 : 11
أَرَءَيْتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلْهُدَىٰٓ
آيا ته يې وينې که هغه پر سمه لار وي.
96 : 12
أَوْ أَمَرَ بِٱلتَّقْوَىٰٓ
آو يا پر ځان ساتنه (تقوا) امر کوي.
96 : 13
أَرَءَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ
آيا پام دې دی که هغه سړی درواغ ګني يا مخ اړوي.
96 : 14
أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ
آيا هغه نه پوهيږي چې الله هرڅه ويني.
96 : 15
كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًۢا بِٱلنَّاصِيَةِ
هيڅکله نه، داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې هرومرو د تندي له وېښتانو را ونيسو.
96 : 16
نَاصِيَةٍ كَـٰذِبَةٍ خَاطِئَةٍ
له درواغجن خطا کار تندي څخه.
96 : 17
فَلْيَدْعُ نَادِيَهُۥ
بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي.
96 : 18
سَنَدْعُ ٱلزَّبَانِيَةَ
زر ده چې موږ به هم د عذاب پرېښتې را وغواړو.
96 : 19
كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَٱسْجُدْ وَٱقْتَرِب ۩
نه؛ داسې نه ده د هغه خبره مه منه، (اوخپل الله ته) سجده کوه، ور نېږدې شه.