93 : 1
وَٱلضُّحَىٰ
قسم دی پر وخت د څاښت باندې.
★
93 : 2
وَٱلَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ
او پر شپه باندې کله چې وغوړیږي.
★
93 : 3
مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ
چې پالونکي دې نه پرېښی یې او نه يې بد راغلی يې.
★
93 : 4
وَلَلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ ٱلْأُولَىٰ
او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی.
★
93 : 5
وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰٓ
او ژر به دې پالونکی دومره څه درکړي چې پرې خوشحاله شې.
★
93 : 6
أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَـَٔاوَىٰ
آيا ته يې يتيم ونه مومندلې چې بيا يې د هستوګنې ځای درکړ.
★
93 : 7
وَوَجَدَكَ ضَآلًّا فَهَدَىٰ
او ویې موندلي ته ناخبره نو پوه یې کړې.
★
93 : 8
وَوَجَدَكَ عَآئِلًا فَأَغْنَىٰ
او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړې.
★
93 : 9
فَأَمَّا ٱلْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ
نو هر چې یتیم دی غصه پرې مه کوه.
★
93 : 10
وَأَمَّا ٱلسَّآئِلَ فَلَا تَنْهَرْ
او مه سوالګر رټه.
★
93 : 11
وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ
او د خپل پالونکي د لورېينې ښکارندويي دې کوه.
★