92 : 1
وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ
قسم دی پر شپه کله چې را خپره شي.
92 : 2
وَٱلنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ
او په ورځ قسم کله چې رڼا شي.
92 : 3
وَمَا خَلَقَ ٱلذَّكَرَ وَٱلْأُنثَىٰٓ
او د نارينه او ښځينه په پيدايښت قسم.
92 : 4
إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰ
بېشکه ستاسو هڅې راز راز دي.
92 : 5
فَأَمَّا مَنْ أَعْطَىٰ وَٱتَّقَىٰ
نو هغه څوک چې ور یې کړ حق او تقوا یې وکړه.
92 : 6
وَصَدَّقَ بِٱلْحُسْنَىٰ
او ښه خبره يې رېښتيا وبلله.
92 : 7
فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْيُسْرَىٰ
نو خامخا اسانه به کړو هغه لار د اسانۍ.
92 : 8
وَأَمَّا مَنۢ بَخِلَ وَٱسْتَغْنَىٰ
او چاچې بخيلي وکړه او (له خپل الله يې) بې پروايي وکړه.
92 : 9
وَكَذَّبَ بِٱلْحُسْنَىٰ
او ښه خبره يې درواغ وګڼله.
92 : 10
فَسَنُيَسِّرُهُۥ لِلْعُسْرَىٰ
نو زر ده چې هغه به سختې لارې ته تيار کړو.
92 : 11
وَمَا يُغْنِى عَنْهُ مَالُهُۥٓ إِذَا تَرَدَّىٰٓ
او مال به يې هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي.
92 : 12
إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَىٰ
بېشکه لارښوونه پر موږ ده.
92 : 13
وَإِنَّ لَنَا لَلْـَٔاخِرَةَ وَٱلْأُولَىٰ
او پرته له شکه آخرت او دنيا هم موږ لره دي.
92 : 14
فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّىٰ
نو تاسې مو له لمبه وهونکي اور څخه وېرولي ياست.
92 : 15
لَا يَصْلَىٰهَآ إِلَّا ٱلْأَشْقَى
چې يوازې ډېر بدمرغه خلک به ورننوځي.
92 : 16
ٱلَّذِى كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
هغه چې درواغ يې وګڼل او مخ يې واړولو.
92 : 17
وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلْأَتْقَى
او ډېر پرهېزګار به ترې په څنګ کړل شي.
92 : 18
ٱلَّذِى يُؤْتِى مَالَهُۥ يَتَزَكَّىٰ
کوم چې د ځان پاکولو لپاره خپل مال ورکوي.
92 : 19
وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُۥ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَىٰٓ
او له هغه سره د هيچا کومه ښېګڼه نه وي چې بدله يې ورکړی شي.
92 : 20
إِلَّا ٱبْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ ٱلْأَعْلَىٰ
مګر د خپل رب د مخ د لټولو د پاره چې په ټول مخلوق اوچت دی.
92 : 21
وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰ
او زر ده چې هغه به راضي شي.