91 : 1
وَٱلشَّمْسِ وَضُحَىٰهَا
قسم دی پر لمر او د هغه پر غرمو.
★
91 : 2
وَٱلْقَمَرِ إِذَا تَلَىٰهَا
او پر سپوږمۍ قسم چې ور پسې راشي.
★
91 : 3
وَٱلنَّهَارِ إِذَا جَلَّىٰهَا
او په ورځ قسم چې هغه (لمر) څرګند کړي.
★
91 : 4
وَٱلَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰهَا
او په شپه قسم چې کله هغه وپوښي.
★
91 : 5
وَٱلسَّمَآءِ وَمَا بَنَىٰهَا
او په اسمان قسم او په هغه ذات قسم چې جوړ کړی یې دی.
★
91 : 6
وَٱلْأَرْضِ وَمَا طَحَىٰهَا
او په ځمكه او په هغه ذات چې غوړولې يې ده.
★
91 : 7
وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّىٰهَا
او پر (انساني) نفس او هغه ذات قسم چې برابر کړی يې دی.
★
91 : 8
فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَىٰهَا
نو ښودلې یې ده هغه ته لار د بدۍ او د تقوا.
★
91 : 9
قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّىٰهَا
په رېښتيا هغه څوک بریالی شو چې پاک يې کړ(خپل ځان).
★
91 : 10
وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّىٰهَا
او په تحقيق سره نامراد زيانمن شو هغه څوك چې پټ يې كړ دغه (نفس په ګناهونو کې).
★
91 : 11
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِطَغْوَىٰهَآ
ثموديانو په خپله سرکښۍ هغه درواغ وباله.
★
91 : 12
إِذِ ٱنۢبَعَثَ أَشْقَىٰهَا
کله چې تر ټولو بدمرغه سړي يې ترپ کړل.
★
91 : 13
فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ نَاقَةَ ٱللَّهِ وَسُقْيَـٰهَا
نو د الله رسول ورته وويل پرېږدئ د الله اوښه او د هغې د څښاک نوبت.
★
91 : 14
فَكَذَّبُوهُ فَعَقَرُوهَا فَدَمْدَمَ عَلَيْهِمْ رَبُّهُم بِذَنۢبِهِمْ فَسَوَّىٰهَا
خو هغوی درواغجن وګڼلو او اوښه يې ووژله، بيا نو د هغوی پالونکي سخت عذاب پرې راکوز کړ د هغوی د ګناه له امله يې ټول سره يو برابر کړل.
★
91 : 15
وَلَا يَخَافُ عُقْبَـٰهَا
او هغه يې له پايلې څخه نه وېريږي.
★