90 : 1
لَآ أُقْسِمُ بِهَـٰذَا ٱلْبَلَدِ
زه لوړه کوم پردې ښار (مکه).
90 : 2
وَأَنتَ حِلٌّۢ بِهَـٰذَا ٱلْبَلَدِ
او ته (د هرې کړنې پر کولو) ازاد یې پدې ښار کې.
90 : 3
وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ
او قسم دی په پلار او په هغه چا چې اولاد یې دی.
90 : 4
لَقَدْ خَلَقْنَا ٱلْإِنسَـٰنَ فِى كَبَدٍ
بېشکه انسان مو په سختۍ کې پيدا کړی.
90 : 5
أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ
آيا هغه انګېري چې هيڅوک به پرې برلاسی نه شي.
90 : 6
يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا
وايي به ما زښته ډېر مال برباد کړ.
90 : 7
أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ
ايا ګومان کوي چې هيچا هغه نه دی ليدلی.
90 : 8
أَلَمْ نَجْعَل لَّهُۥ عَيْنَيْنِ
آيا هغه ته مو دوې سترګې نه دي ورکړې.
90 : 9
وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ
او يوه ژبه او دوې شونډې.
90 : 10
وَهَدَيْنَـٰهُ ٱلنَّجْدَيْنِ
او دوې څرګندې لارې مو ورته ښودلې دي.
90 : 11
فَلَا ٱقْتَحَمَ ٱلْعَقَبَةَ
خو هغه د سخت پېچومي زيار ونه اېستلو.
90 : 12
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْعَقَبَةُ
او ته څه خبر يې چې هغه پېچومی څه دی.
90 : 13
فَكُّ رَقَبَةٍ
د غاړې خلاصول دي (له غلامۍ څخه).
90 : 14
أَوْ إِطْعَـٰمٌ فِى يَوْمٍ ذِى مَسْغَبَةٍ
او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي.
90 : 15
يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ
کوم خپلوۍ والا يتيم ته.
90 : 16
أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ
او په خاورو سپېره کوم بې وزله ته.
90 : 17
ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلْمَرْحَمَةِ
بيا له هغو کسانو وي چې ايمان يې راوړی وي او يو بل ته په زغم او مهربانۍ وصيت کوي.
90 : 18
أُو۟لَـٰٓئِكَ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَيْمَنَةِ
دا خلک د ښي اړخ څښتنان دي.
90 : 19
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَـٰتِنَا هُمْ أَصْحَـٰبُ ٱلْمَشْـَٔمَةِ
او هغه کسان چې زموږ له آیتونو منکر دي همدوی د کيڼ لاس څښتنان دي.
90 : 20
عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌۢ
پر هغوی به ايسار شوی اور (مقرر) وي.