89 : 1
وَٱلْفَجْرِ
قسم دی پر سهار.
★
89 : 2
وَلَيَالٍ عَشْرٍ
او پر لسو شپو.
★
89 : 3
وَٱلشَّفْعِ وَٱلْوَتْرِ
او پر جفت او تاق.
★
89 : 4
وَٱلَّيْلِ إِذَا يَسْرِ
او پر شپه کله چې روانه وي.
★
89 : 5
هَلْ فِى ذَٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِى حِجْرٍ
آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟
★
89 : 6
أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ
ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.
★
89 : 7
إِرَمَ ذَاتِ ٱلْعِمَادِ
ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.
★
89 : 8
ٱلَّتِى لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِى ٱلْبِلَـٰدِ
هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.
★
89 : 9
وَثَمُودَ ٱلَّذِينَ جَابُوا۟ ٱلصَّخْرَ بِٱلْوَادِ
او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.
★
89 : 10
وَفِرْعَوْنَ ذِى ٱلْأَوْتَادِ
او د ميخونو والا فرعون سره.
★
89 : 11
ٱلَّذِينَ طَغَوْا۟ فِى ٱلْبِلَـٰدِ
هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.
★
89 : 12
فَأَكْثَرُوا۟ فِيهَا ٱلْفَسَادَ
او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.
★
89 : 13
فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ
نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.
★
89 : 14
إِنَّ رَبَّكَ لَبِٱلْمِرْصَادِ
په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.
★
89 : 15
فَأَمَّا ٱلْإِنسَـٰنُ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ رَبُّهُۥ فَأَكْرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَكْرَمَنِ
خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.
★
89 : 16
وَأَمَّآ إِذَا مَا ٱبْتَلَىٰهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَهَـٰنَنِ
او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.
★
89 : 17
كَلَّا ۖ بَل لَّا تُكْرِمُونَ ٱلْيَتِيمَ
هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.
★
89 : 18
وَلَا تَحَـٰٓضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلْمِسْكِينِ
او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.
★
89 : 19
وَتَأْكُلُونَ ٱلتُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا
او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.
★
89 : 20
وَتُحِبُّونَ ٱلْمَالَ حُبًّا جَمًّا
او مال ډېر زيات خوښوئ.
★
89 : 21
كَلَّآ إِذَا دُكَّتِ ٱلْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا
هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.
★
89 : 22
وَجَآءَ رَبُّكَ وَٱلْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا
او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.
★
89 : 23
وَجِا۟ىٓءَ يَوْمَئِذٍۭ بِجَهَنَّمَ ۚ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَـٰنُ وَأَنَّىٰ لَهُ ٱلذِّكْرَىٰ
او په هغه ورځ چې دوزخ هم راوستل شي، په همغه ورځ به انسان ته نصيحت ور ياد شي خو بيا د هغه لپاره پوهېدل څه ګټه نه لري.
★
89 : 24
يَقُولُ يَـٰلَيْتَنِى قَدَّمْتُ لِحَيَاتِى
وايي به کاشکي مې د خپل ژوندانه لپاره مخکې را لېږلي وای.
★
89 : 25
فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُۥٓ أَحَدٌ
نو په هغه ورځ به د الله غوندې عذاب هيڅوک هم نه ورکوي.
★
89 : 26
وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُۥٓ أَحَدٌ
او نه به څوک د هغه غوندې تړل کوي.
★
89 : 27
يَـٰٓأَيَّتُهَا ٱلنَّفْسُ ٱلْمُطْمَئِنَّةُ
اې ډاډمن نفسه (ځانه)!.
★
89 : 28
ٱرْجِعِىٓ إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً
وګرځه د خپل رب لورې ته خوشحاله، خوشحاله کړی شوی.
★
89 : 29
فَٱدْخُلِى فِى عِبَـٰدِى
بيا زما په (نېکو) بندګانو کې ور ننوځه.
★
89 : 30
وَٱدْخُلِى جَنَّتِى
او زما جنت ته ننوځه.
★