87 : 1
سَبِّحِ ٱسْمَ رَبِّكَ ٱلْأَعْلَى
د خپل ډېر اوچت پالونکي د نوم پاکي دې بيانوه.
★
87 : 2
ٱلَّذِى خَلَقَ فَسَوَّىٰ
هغه چې پيداکړي او برابر کړي يې دي.
★
87 : 3
وَٱلَّذِى قَدَّرَ فَهَدَىٰ
او هغه چې تقدير يې وټاکلو بيا يې لارښوونه وکړه.
★
87 : 4
وَٱلَّذِىٓ أَخْرَجَ ٱلْمَرْعَىٰ
او هغه چې شنه ګيا يې را واېستله.
★
87 : 5
فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحْوَىٰ
بيا يې وچ تور وګرځول.
★
87 : 6
سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ
دا دی موږ يې درباندې لولو بيا به يې نه هېروې.
★
87 : 7
إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُ ۚ إِنَّهُۥ يَعْلَمُ ٱلْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ
مګر داچې الله وغواړي بېشکه هغه پر ښکاره هم پوهيږي او پر هغه څه هم چې پټ دي.
★
87 : 8
وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ
او تا ته به د اسانۍ لار اسانه کړو.
★
87 : 9
فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكْرَىٰ
نو نصیحت وکړه که نصیحت څه ګټه کوي.
★
87 : 10
سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ
څوک چې وېريږي ژر به هغه نصيحت ومني.
★
87 : 11
وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلْأَشْقَى
او ډډه به ترې کوي څوک چې ډېر بدبخته وي.
★
87 : 12
ٱلَّذِى يَصْلَى ٱلنَّارَ ٱلْكُبْرَىٰ
هغه چې لوی اور ته ننوځي.
★
87 : 13
ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ
بيا به نه پکې مري او نه به ژوند کولای شي.
★
87 : 14
قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ
په حقيقت کې هغه څوک بريالی شو چې پاک شو.
★
87 : 15
وَذَكَرَ ٱسْمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ
او د خپل پالونکي نوم یې ياد کړ او لمونځ يې وکړ.
★
87 : 16
بَلْ تُؤْثِرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا
خو تاسې د دنيا ژوند غوره ګڼئ.
★
87 : 17
وَٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰٓ
او حال داچې آخرت غوره او پايېدونکی دی.
★
87 : 18
إِنَّ هَـٰذَا لَفِى ٱلصُّحُفِ ٱلْأُولَىٰ
دغه خبرې په رېښتيا په پخوانيو صحيفو کې هم وې.
★
87 : 19
صُحُفِ إِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ
(يعني) د ابراهيم او موسی په صحيفو کې.
★