83 : 1
وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ
د ډنډه وهونکو (تول او پیمانه کمونکو) لپاره تباهي ده.
83 : 2
ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكْتَالُوا۟ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسْتَوْفُونَ
هغه کسان کله چې (ځانونو ته) پر خلکو پېمانه کوي پوره يې اخلي.
83 : 3
وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ
او کله چې هغوی ته پېمانه يا تول ورکوي بيا يې کموي.
83 : 4
أَلَا يَظُنُّ أُو۟لَـٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ
ايا دوی باور نه کوي چې بېرته به را پاڅول کيږي.
83 : 5
لِيَوْمٍ عَظِيمٍ
يوې لويې ورځې ته.
83 : 6
يَوْمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
په کومه چې به خلک د ټولو کايناتو پالونکي ته دريږي.
83 : 7
كَلَّآ إِنَّ كِتَـٰبَ ٱلْفُجَّارِ لَفِى سِجِّينٍ
هيڅکله نه، پرته له شکه د بې لارې خلکو عملنامې به د بندې خونې په (کتاب)کې وي.
83 : 8
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا سِجِّينٌ
او ته څه خبر يې چې د زندان هغه دفتر څه دی.
83 : 9
كِتَـٰبٌ مَّرْقُومٌ
يو ليکلی کتاب دی.
83 : 10
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
په هغه ورځ درواغ ګڼونکو ته تباهي ده.
83 : 11
ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوْمِ ٱلدِّينِ
هغه کسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.
83 : 12
وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ
او هغه دروغ نه ګڼي پرته له تيري کوونکي ګناهګار څخه.
83 : 13
إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ءَايَـٰتُنَا قَالَ أَسَـٰطِيرُ ٱلْأَوَّلِينَ
کله چې زموږ ایتونه پرې لوستل کيږي وايي د پخوانيو کيسې دي.
83 : 14
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا۟ يَكْسِبُونَ
هيڅکله نه، د هغوی پر زړونو هغه څه زنګ اچولی چې هغوی به کول.
83 : 15
كَلَّآ إِنَّهُمْ عَن رَّبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّمَحْجُوبُونَ
هيڅکله نه، پرته له شکه هغه ورځ به هغوی د خپل پالونکي له ليدلو بې برخې وي.
83 : 16
ثُمَّ إِنَّهُمْ لَصَالُوا۟ ٱلْجَحِيمِ
بيا به هغوی هرومرو دوزخ ته ور ننوتونکي وي.
83 : 17
ثُمَّ يُقَالُ هَـٰذَا ٱلَّذِى كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
بيا به وويل شي: دا هغه څه دي چې تاسې دروغ ګڼل.
83 : 18
كَلَّآ إِنَّ كِتَـٰبَ ٱلْأَبْرَارِ لَفِى عِلِّيِّينَ
داسې نه ده، د نېکانو عملنامې به هرومرو په عليين کې وي.
83 : 19
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ
او ته څه خبر يې چې عليين څه دی.
83 : 20
كِتَـٰبٌ مَّرْقُومٌ
يو ليکل شوی کتاب دی.
83 : 21
يَشْهَدُهُ ٱلْمُقَرَّبُونَ
چې يوازې يې مقربې پرېښتې ليدنه کولای شي.
83 : 22
إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍ
پرته له شکه نېکان په نعمتونو کې وي.
83 : 23
عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ
پر تختونو باندې به وي ګورې به.
83 : 24
تَعْرِفُ فِى وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ ٱلنَّعِيمِ
په مخونو کې به يې د نعمتونو تازه ګي پېژنې.
83 : 25
يُسْقَوْنَ مِن رَّحِيقٍ مَّخْتُومٍ
پر هغوی به سوچه مهر کړل شوي شراب څښل کيږي.
83 : 26
خِتَـٰمُهُۥ مِسْكٌ ۚ وَفِى ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ ٱلْمُتَنَـٰفِسُونَ
مهر به يې مشک وي، او په همدې کې دې سيالي کوونکي سره سيالي وکړي.
83 : 27
وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسْنِيمٍ
او ګډون به يې له تسنيم (چینې څخه) وي.
83 : 28
عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا ٱلْمُقَرَّبُونَ
دا يوه چينه ده چې الله ته نېږدې خلک به ترې څښاک کوي.
83 : 29
إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ كَانُوا۟ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يَضْحَكُونَ
بېشکه هغو کسانو چې جرم يې کړی پر هغو کسانو پورې خندل چې ايمان يې راوړی وو.
83 : 30
وَإِذَا مَرُّوا۟ بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ
او کله به چې پر هغوی تېرېدل؛ نو يو بل ته به يې سترګکونه وهل.
83 : 31
وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓا۟ إِلَىٰٓ أَهْلِهِمُ ٱنقَلَبُوا۟ فَكِهِينَ
او خپلو کورونو ته به چې ور ستنېدل خوشحاله به ورستنېدل.
83 : 32
وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوٓا۟ إِنَّ هَـٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ
او کله به يې چې هغوی (مسلمانان) وليدل ويل به يې: په رېښتيا چې دغه خلک لار ورکي شوي دي.
83 : 33
وَمَآ أُرْسِلُوا۟ عَلَيْهِمْ حَـٰفِظِينَ
حال دا چې هغوی پرې څارونکي نه وو لېږل شوي.
83 : 34
فَٱلْيَوْمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنَ ٱلْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ
نو نن به هغه کسان چې ايمان يې راوړی پر کافرانو پورې خاندي.
83 : 35
عَلَى ٱلْأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ
پر تختونو به ناست د هغوی ننداره کوي.
83 : 36
هَلْ ثُوِّبَ ٱلْكُفَّارُ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ
آیا کافرانو ته د هغه څه ثواب ورکړل شو چې کول يې؟