82 : 1
إِذَا ٱلسَّمَآءُ ٱنفَطَرَتْ
کله چې آسمان وچوي.
★
82 : 2
وَإِذَا ٱلْكَوَاكِبُ ٱنتَثَرَتْ
او کله چې ستوري خواره واره شي.
★
82 : 3
وَإِذَا ٱلْبِحَارُ فُجِّرَتْ
او کله چې دريابونه وبهولی شي.
★
82 : 4
وَإِذَا ٱلْقُبُورُ بُعْثِرَتْ
او کله چې قبرونه څېرې کړل شي.
★
82 : 5
عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ
بيا به هر څوک پر هغه څه پوه شي چې مخکې يې لېږلي او وروسته يې پرېښې دي.
★
82 : 6
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْإِنسَـٰنُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ ٱلْكَرِيمِ
اې انسانه! ته د خپل عزتمن پالونکي پر وړاندې څه شي په دوکه کې اچولی يې؟
★
82 : 7
ٱلَّذِى خَلَقَكَ فَسَوَّىٰكَ فَعَدَلَكَ
داسې ذات دی چې پیدا کړی یې ته، نو نیغ قد والا یې کړې.
★
82 : 8
فِىٓ أَىِّ صُورَةٍ مَّا شَآءَ رَكَّبَكَ
په هره بڼه يې چې غوښتل سره ويې نېښلولې.
★
82 : 9
كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِٱلدِّينِ
هيڅکله نه بلکې تاسي سزا (د قیامت) دروغ ګڼئ.
★
82 : 10
وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَـٰفِظِينَ
حال داچې پر تاسو ساتونکې پرېښتې ټاکل شوې دي.
★
82 : 11
كِرَامًا كَـٰتِبِينَ
عزتمنې ليکونکې دي.
★
82 : 12
يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ
ستاسو پر کړو وړو پوهيږي.
★
82 : 13
إِنَّ ٱلْأَبْرَارَ لَفِى نَعِيمٍ
پرته له شکه نېکان به په نعمتونو کې وي.
★
82 : 14
وَإِنَّ ٱلْفُجَّارَ لَفِى جَحِيمٍ
او بدان به هرومرو په دوزخ کې وي.
★
82 : 15
يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ ٱلدِّينِ
د بدلې په ورځ به ور ننوځي.
★
82 : 16
وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَآئِبِينَ
او له هغې به پټېدونکي نه وي.
★
82 : 17
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلدِّينِ
او ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.
★
82 : 18
ثُمَّ مَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلدِّينِ
بيا ته څه خبر يې چې د بدلې ورځ څه ده.
★
82 : 19
يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْـًٔا ۖ وَٱلْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ
هغه ورځ ده چې هيڅوک به د بل چا لپاره څه نه شي کولای او په هغه ورځ به امر يوازې الله لره وي.
★