79 : 1
وَٱلنَّـٰزِعَـٰتِ غَرْقًا
پر سختۍ (سا) اېستونكو (پرېښتو) قسم.
★
79 : 2
وَٱلنَّـٰشِطَـٰتِ نَشْطًا
او پر هغه پرښتو قسم چې وباسي روح د مؤمنانو په آسانه ایستلو سره.
★
79 : 3
وَٱلسَّـٰبِحَـٰتِ سَبْحًا
او پر ګړنديو لامبو وهونكو قسم.
★
79 : 4
فَٱلسَّـٰبِقَـٰتِ سَبْقًا
بيا پر منډه منډه وړاندې كېدونكو قسم.
★
79 : 5
فَٱلْمُدَبِّرَٰتِ أَمْرًا
بيا د چارو پر سمبالوونكو قسم.
★
79 : 6
يَوْمَ تَرْجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ
هغه ورځ چې لړزېدونكې ولړزېږي.
★
79 : 7
تَتْبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ
چې ورپسې بل وروسته راتلونكى (ټكان) راځي.
★
79 : 8
قُلُوبٌ يَوْمَئِذٍ وَاجِفَةٌ
ځينې زړونه به هغه ورځ رپېدونکي وي.
★
79 : 9
أَبْصَـٰرُهَا خَـٰشِعَةٌ
سترګې به يې ښكته وي.
★
79 : 10
يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرْدُودُونَ فِى ٱلْحَافِرَةِ
هغوى به وايي آيا موږ بېرته مخکېني حالت ته ورګرځيدونكي نه يو؟
★
79 : 11
أَءِذَا كُنَّا عِظَـٰمًا نَّخِرَةً
آيا كله چې موږ وراسته هډوكي يو؟
★
79 : 12
قَالُوا۟ تِلْكَ إِذًا كَرَّةٌ خَاسِرَةٌ
وېلې دا خو به ډېر تاواني ستنېدل وي.
★
79 : 13
فَإِنَّمَا هِىَ زَجْرَةٌ وَٰحِدَةٌ
نو یقینا دا خو یوه چغه ده.
★
79 : 14
فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ
چې بيا به هغوى(ټول) په دې ميدان (ولاړ) وي.
★
79 : 15
هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ
په رښتیا سره راغلی دی تا ته خبر د موسی (علیه السلام)
★
79 : 16
إِذْ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلْوَادِ ٱلْمُقَدَّسِ طُوًى
کله يې چې پالونکي د طوى په سپېڅلي ناو كې اواز ورته وكړ؟
★
79 : 17
ٱذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ
چې: فرعون ته ورشه هغه سركښي كړې ده.
★
79 : 18
فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ
بيا ورته ووايه چې آيا ته چمتو يې چې پاك شې.
★
79 : 19
وَأَهْدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخْشَىٰ
او چې د خپل پالونکي په خوا لارښوونه درته وكړم چې ته ووېرېږې؟
★
79 : 20
فَأَرَىٰهُ ٱلْـَٔايَةَ ٱلْكُبْرَىٰ
نو بيا موسى (علیه السلام) هغه ته ستره نښانه وښوده.
★
79 : 21
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ
خو درواغجن يې وګڼلو او د هغه خبره يې ونه منله.
★
79 : 22
ثُمَّ أَدْبَرَ يَسْعَىٰ
بيا يې شا كړه، منډه يې كوله.
★
79 : 23
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ
نو خلك يې راټول كړل او غږ يې وكړ.
★
79 : 24
فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلْأَعْلَىٰ
وېلې: همدا زه مو ترټولو اوچت رب يم!
★
79 : 25
فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلْـَٔاخِرَةِ وَٱلْأُولَىٰٓ
نو ونیوه ده لره الله تعالی په سزا د آخرت او د دنیا سره.
★
79 : 26
إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّمَن يَخْشَىٰٓ
بېشكه په دې كې هغه چاته هرومرو يو درس دى چې وېريږي.
★
79 : 27
ءَأَنتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُ ۚ بَنَىٰهَا
آيا ستاسې پيدا كول سخت دي، كه د آسمان؟ چې هغه يې جوړ كړى دی.
★
79 : 28
رَفَعَ سَمْكَهَا فَسَوَّىٰهَا
د هغه چت يې هسك او بيا يې سم برابر كړى.
★
79 : 29
وَأَغْطَشَ لَيْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَىٰهَا
او تیاره کړې یې ده شپه د هغه او ښکاره کړی یې دی د څاښت وخت.
★
79 : 30
وَٱلْأَرْضَ بَعْدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ
او له هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.
★
79 : 31
أَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعَىٰهَا
د هغې اوبه او شينکي يې ترې را واېستل.
★
79 : 32
وَٱلْجِبَالَ أَرْسَىٰهَا
او غرونه يې پكې ښخ ودرول.
★
79 : 33
مَتَـٰعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَـٰمِكُمْ
ستاسو او ستاسو د څارويو د ګټې اخيستنې لپاره.
★
79 : 34
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلْكُبْرَىٰ
نو كله چې هغه لوى افت راشي.
★
79 : 35
يَوْمَ يَتَذَكَّرُ ٱلْإِنسَـٰنُ مَا سَعَىٰ
هغه ورځ چې انسان ته خپل كړي عملونه ورياد شي.
★
79 : 36
وَبُرِّزَتِ ٱلْجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ
او دوزخ به هر هغه چا ته څرګند كړى شى چې ويني يې.
★
79 : 37
فَأَمَّا مَن طَغَىٰ
بيا نو چا چې سركښي كړې وي.
★
79 : 38
وَءَاثَرَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا
او دنيوي ژوند يې غوره ګڼلى وي.
★
79 : 39
فَإِنَّ ٱلْجَحِيمَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰ
په رېښتيا همدا دوزخ به يې استوګنځى وي.
★
79 : 40
وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفْسَ عَنِ ٱلْهَوَىٰ
او څوك چې د خپل پالونکي په مخكې له درېدو ډار شوى او ځان يې له هوسونو ساتلى وي.
★
79 : 41
فَإِنَّ ٱلْجَنَّةَ هِىَ ٱلْمَأْوَىٰ
نو بېشكه جنت يې استوګنځى دى.
★
79 : 42
يَسْـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَىٰهَا
هغوى د قيامت په هكله تا پوښتي چې كله به رامنځته كيږي؟
★
79 : 43
فِيمَ أَنتَ مِن ذِكْرَىٰهَآ
په څه کې یې ته د یاداښت د هغې نه.
★
79 : 44
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ
د هغه وروستۍ (پوهه) ستا د رب لوري ته ده.
★
79 : 45
إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخْشَىٰهَا
ته خو يوازې د هغه چا خبروونكى يې چې ترې ډاريږي.
★
79 : 46
كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَهَا لَمْ يَلْبَثُوٓا۟ إِلَّا عَشِيَّةً أَوْ ضُحَىٰهَا
كله چې هغوى يې وويني نو له يو ماښام يا يو سهار پرته چې نه وي ځنډېدلي.
★