77 : 1
وَٱلْمُرْسَلَـٰتِ عُرْفًا
په پرله پسې لېږل شوو بادونو باندې قسم.
77 : 2
فَٱلْعَـٰصِفَـٰتِ عَصْفًا
بيا پر سختو توپاني چلېدونكو باندې.
77 : 3
وَٱلنَّـٰشِرَٰتِ نَشْرًا
بيا (دورېځو) پرخپروونكو بادونو باندې.
77 : 4
فَٱلْفَـٰرِقَـٰتِ فَرْقًا
بيا (د حق او باطل) په بېلوونكو.
77 : 5
فَٱلْمُلْقِيَـٰتِ ذِكْرًا
بيا د ذكر (قرآن) پر راښكته كوونكو باندې.
77 : 6
عُذْرًا أَوْ نُذْرًا
چې د عذر يا وېرونې په توګه وي.
77 : 7
إِنَّمَا تُوعَدُونَ لَوَٰقِعٌ
بېشكه څه چې درسره ژمنه كيږي هغه هرومرو پېښېدونكي دي.
77 : 8
فَإِذَا ٱلنُّجُومُ طُمِسَتْ
نو كله چې ستوري پيکه شي.
77 : 9
وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ فُرِجَتْ
اوکله چې آسمان څيرې کړل شي.
77 : 10
وَإِذَا ٱلْجِبَالُ نُسِفَتْ
اوغرونه ميده ميده والوزول شي.
77 : 11
وَإِذَا ٱلرُّسُلُ أُقِّتَتْ
او هر کله چې د رسولانو وخت پوره کړی شي.
77 : 12
لِأَىِّ يَوْمٍ أُجِّلَتْ
د كومې ورځې لپاره (دا كار) ځنډول شوى دى؟
77 : 13
لِيَوْمِ ٱلْفَصْلِ
د پريكړې ورځې لپاره.
77 : 14
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ
او ته څه شي خبركړى يې چې د پريكړې ورځ څه ده؟
77 : 15
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
77 : 16
أَلَمْ نُهْلِكِ ٱلْأَوَّلِينَ
آيا موږ مخکېني نه دي تباه كړي؟
77 : 17
ثُمَّ نُتْبِعُهُمُ ٱلْـَٔاخِرِينَ
بيا به وروستني هم ورپسې كړو.
77 : 18
كَذَٰلِكَ نَفْعَلُ بِٱلْمُجْرِمِينَ
دغسې کار کوو موږ د مجرمانو سره.
77 : 19
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لپاره تباهي ده.
77 : 20
أَلَمْ نَخْلُقكُّم مِّن مَّآءٍ مَّهِينٍ
آيا تاسې مو له سپكو (خوارو) اوبو څخه نه يئ پيدا كړي؟
77 : 21
فَجَعَلْنَـٰهُ فِى قَرَارٍ مَّكِينٍ
چې هغه مو بيا يو خوندي ځاى كې وساتلې.
77 : 22
إِلَىٰ قَدَرٍ مَّعْلُومٍ
تر يوې ټاكلې مودې پورې.
77 : 23
فَقَدَرْنَا فَنِعْمَ ٱلْقَـٰدِرُونَ
بيا مو اندازه كړ نو (ګوره) موږ ښه اندازه كوونكي يو.
77 : 24
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
تباهي ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.
77 : 25
أَلَمْ نَجْعَلِ ٱلْأَرْضَ كِفَاتًا
آيا موږ ځمكه راغونډېدونكې نه ده ګرځولې؟
77 : 26
أَحْيَآءً وَأَمْوَٰتًا
د ژوندويو او مړيو لپاره.
77 : 27
وَجَعَلْنَا فِيهَا رَوَٰسِىَ شَـٰمِخَـٰتٍ وَأَسْقَيْنَـٰكُم مَّآءً فُرَاتًا
او په هغې كې مو لوړ لوړ غرونه پيدا كړي او تاسې ته مو خوږې اوبه درڅښلې دي.
77 : 28
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
درواغ ګڼونكو لره په هغه ورځ تباهي ده.
77 : 29
ٱنطَلِقُوٓا۟ إِلَىٰ مَا كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
اوس ځئ د هغه شي لور ته چې تاسي درواغ ګڼلو.
77 : 30
ٱنطَلِقُوٓا۟ إِلَىٰ ظِلٍّ ذِى ثَلَـٰثِ شُعَبٍ
روان شئ دريو څانګو والا سيوري خوا ته.
77 : 31
لَّا ظَلِيلٍ وَلَا يُغْنِى مِنَ ٱللَّهَبِ
چې هغه نه يخوونكى او نه د لمبو مخنيوونكى دى.
77 : 32
إِنَّهَا تَرْمِى بِشَرَرٍ كَٱلْقَصْرِ
هغه د ماڼيو غوندې (لوى) بڅركي غورځوي.
77 : 33
كَأَنَّهُۥ جِمَـٰلَتٌ صُفْرٌ
لكه چې هغه زېړ توربخن اوښان وي.
77 : 34
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
77 : 35
هَـٰذَا يَوْمُ لَا يَنطِقُونَ
داهسې ورځ ده چې هغوى به څه نه شي ويلاى.
77 : 36
وَلَا يُؤْذَنُ لَهُمْ فَيَعْتَذِرُونَ
او نه به اجازه وركولى شي چې څه عذر وړاندې كړي.
77 : 37
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
77 : 38
هَـٰذَا يَوْمُ ٱلْفَصْلِ ۖ جَمَعْنَـٰكُمْ وَٱلْأَوَّلِينَ
همدا د پريكړې ورځ ده، تاسي او پخواني مو (ګرد) راټول كړي ياست.
77 : 39
فَإِن كَانَ لَكُمْ كَيْدٌ فَكِيدُونِ
اوس كه څه چل لرئ نو جوړ يې كړئ.
77 : 40
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
تباهى ده په هغه ورځ د درواغ ګڼونكو لپاره.
77 : 41
إِنَّ ٱلْمُتَّقِينَ فِى ظِلَـٰلٍ وَعُيُونٍ
بېشكه متقيان (ځان ساتونکي) به په سيورو او چينو كې وي.
77 : 42
وَفَوَٰكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ
او له هغو مېوو څخه چې هغوى يې غواړي.
77 : 43
كُلُوا۟ وَٱشْرَبُوا۟ هَنِيٓـًٔۢا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
خورئ او څښئ په خوند سره د هغو عملونو په بدله كې چې تاسي به كول.
77 : 44
إِنَّا كَذَٰلِكَ نَجْزِى ٱلْمُحْسِنِينَ
بېشكه موږ نېكانو ته همدغه شان بدله وركوو.
77 : 45
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
77 : 46
كُلُوا۟ وَتَمَتَّعُوا۟ قَلِيلًا إِنَّكُم مُّجْرِمُونَ
لږه موده خورئ او مزې كوئ په رېښتيا تاسې مجرمان ياست.
77 : 47
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره تباهي ده.
77 : 48
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ ٱرْكَعُوا۟ لَا يَرْكَعُونَ
او كله چې ورته وويل شي (د الله پر وړاندې) ټيټ شئ نو هغوى نه ټيټيږي.
77 : 49
وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ
تباهي ده په هغه ورځ درواغ ګڼونكو لره.
77 : 50
فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ
نو له دې وروسته په كومه خبره ايمان راوړي؟