111 : 1
تَبَّتْ يَدَآ أَبِى لَهَبٍ وَتَبَّ
د ابولهب دواړه لاسونه مات او هغه په خپله تباه شو.
★
111 : 2
مَآ أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُۥ وَمَا كَسَبَ
نه يې مال څه (عذاب) ترې ايسارکړ او نه يې ګټې.
★
111 : 3
سَيَصْلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ
ډېر ژر به د لمبووالا اور ته ور ننوځي.
★
111 : 4
وَٱمْرَأَتُهُۥ حَمَّالَةَ ٱلْحَطَبِ
او مېرمن يې هم چې د خسو خشاکو وړونکې وه.
★
111 : 5
فِى جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍۭ
چې د خرماوو د پاڼو رسۍ به يې پر غاړه وي.
★