110 : 1
إِذَا جَآءَ نَصْرُ ٱللَّهِ وَٱلْفَتْحُ
کله چې د الله مرسته او بريا راشي.
★
110 : 2
وَرَأَيْتَ ٱلنَّاسَ يَدْخُلُونَ فِى دِينِ ٱللَّهِ أَفْوَاجًا
او خلک ووينې چې د الله په دين کې ډلې ډلې داخليږي
★
110 : 3
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَٱسْتَغْفِرْهُ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ تَوَّابًۢا
نو بيا د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه او بخښنه ترې غواړه، بېشکه هغه ډېر بخښونکی دی.
★