107 : 1
أَرَءَيْتَ ٱلَّذِى يُكَذِّبُ بِٱلدِّينِ
آيا هغه دې وليدی چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي.
107 : 2
فَذَٰلِكَ ٱلَّذِى يَدُعُّ ٱلْيَتِيمَ
دا همغه دی چې يتيم شړي(ټېلې ورکوي).
107 : 3
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلْمِسْكِينِ
او بې وزله ته په خوراک ورکولو هڅونه نه کوي.
107 : 4
فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ
نو د داسې لمونځ کوونکو لپاره تباهي ده.
107 : 5
ٱلَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ
هغه کسان چې هغوی خپلو لمونځونو څخه ناخبره دي.
107 : 6
ٱلَّذِينَ هُمْ يُرَآءُونَ
هغه كسان چې ځان ښودنه (ریاكاري) كوى.
107 : 7
وَيَمْنَعُونَ ٱلْمَاعُونَ
او د اړتيا توکي له خلکو منع کوي.