101 : 1
ٱلْقَارِعَةُ
(د زړونو) ټکوونکی.
★
101 : 2
مَا ٱلْقَارِعَةُ
څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟
★
101 : 3
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلْقَارِعَةُ
او څه پوهه کړې ته چې څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟
★
101 : 4
يَوْمَ يَكُونُ ٱلنَّاسُ كَٱلْفَرَاشِ ٱلْمَبْثُوثِ
هغه ورځ ده چې خلک به د خورو ورو پتنګانو غوندې وي.
★
101 : 5
وَتَكُونُ ٱلْجِبَالُ كَٱلْعِهْنِ ٱلْمَنفُوشِ
او غرونه به د شيندل شويو رنګه وړيو غوندې وي.
★
101 : 6
فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَٰزِينُهُۥ
نو بيا چې د چا تلې درنې شي.
★
101 : 7
فَهُوَ فِى عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ
نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي.
★
101 : 8
وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَٰزِينُهُۥ
او د چا چې تلې سپکې شي.
★
101 : 9
فَأُمُّهُۥ هَاوِيَةٌ
نو د هغه د ورتګ ځای به ژوره کنده وي.
★
101 : 10
وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا هِيَهْ
او ته څه خبر يې چې هغه څه ده.
★
101 : 11
نَارٌ حَامِيَةٌۢ
سور اور دی.
★