1 : 1
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.
1 : 2
ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ
ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی.
1 : 3
ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان
1 : 4
مَـٰلِكِ يَوْمِ ٱلدِّينِ
څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی.
1 : 5
إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ
خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو.
1 : 6
ٱهْدِنَا ٱلصِّرَٰطَ ٱلْمُسْتَقِيمَ
وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره
1 : 7
صِرَٰطَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ ٱلْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا ٱلضَّآلِّينَ
د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.